سوریه کې د تېرو دوو ورځو نښتو له امله زرو څخه ډېر کسان وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې د بشری حقونو څار ډلې ویلی، د هغو ۷۴۵ ملکیانو سربېره چې له نږدې فاصلې لګېدلی، د دولتی امنیتی ځواکونو ۱۲۵سرتېری او د مخالفو ډلو ۱۴۸ وسلوال په هغو جګړو کې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، وژل شوی دی.

د یادې ډلې مرکز چې په بریتانیا کې دی ویلی، په لاذقیه او د شاوخوا په پراخو سیمو کې یې د برېښنا او د څښاک د اوبو د رسولو خدمات هم په ټپه درېدلی دی.

دا وژنې د سوریې په کورنۍ جګړه کې چې ۱۴ کاله مخکې پیل شوه، د تشدد له ډېرو خونړیو مواردو ګڼل کیږی او د نوی حکومت لپاره چې درې میاشتې مخکې یې د بشارالاسد رژیم وپرځاوه او واک ته ورسېد، دا پېښه یوه لویه ننګونه ده.

د احمدالشرع په مشرۍ نوی حکومت ویلی، دا عملیات یې اسد رژیم ته د وفادارو علوی وسلوالو د بغاوت په ځواب کې پیل کړی دی.

دوی ویلی، د بشر الاسد له رژیم پاتې شونی هڅه کوی، چې د سوریې نوی حکومت وازمایی، خو په اصل کې دوی اوسنی حکومت نه پېژنی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.