کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د اسلامی همکاریو سازمان ځانګړی استازی طارق علی بخیت، په کابل کې د ترکیې له پخوانی سفیر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلی آسیا څانګې له رییس سره د افغانستان په اړه ناسته کړې.
یاده ناسته چې د اسلامی همکاریو سازمان په سکرتریت کې ترسره شوې، په کې دواړو لورو د افغانستان سیاسی، اقتصادی او بشری وضعیت په اړه خبرې کړی.
دوی د افغانانو د ملاتړ پر دوام، د بشری مرستو پر همغږۍ او له اوسنیو چارواکو سره د بېلابېلو مهمو مسایلو په اړه د رغنده خبرو اترو د دوام پر ارزښت ټینګار کړی دی.
طارق علی بخیت ویلی، د اسلامی همکاریو سازمان د افغان ولس د سوکالۍ لپاره د نړیوال تعامل پراخېدو ته ژمن دی او هڅه کوی، چې له غړو هېوادونو سره د افغانستان په ملاتړ ګډ کار ته دوام ورکړی.
د ترکیې استازی هم د افغانستان د اوسنی وضعیت د ښه والی لپاره د دوامداره همکارۍ ژمنه کړې او ټینګار یې کړی، چې ترکیه به د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ