ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې محدودیتونه سخت شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د وری له لومړۍ نېټې وروسته به هغه افغان کډوال چې قانونی اسناد نه لری، له روغتیایی، ښوونیزو او مدنی خدماتو بې‌ برخې کړی.

د ایران د اتباعو چارو عمومی مدیر نادر یار احمدی ویلی، هغه کډوال چې د سرشمېرنې اسناد لری، باید له دولتی ادارو سره همکاری وکړی، څو خپل حضور قانونی کړی.

د ایران دولت د کډوالو لپاره مشخص شرایط وړاندې کړی، لکه د سرشمېرنې پاڼې، د کډوالۍ کارتونه یا د پاسپورټ وېزې تمدید.

په ورته وخت کې افغان کډوال په پاکستان او ترکیه کې هم له ورته ستونزو سره مخ دی.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۸۰ زره افغانان، د ۶۲ زره کورنیو په شمول افغانستان ته راستانه شوی، چې تر ډېره یې له ایران او پاکستانه راغلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.