زلمی خلیلزاد تورخم کې د وروستیو جنجالونو له امله پر پاکستان نیوکې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلی یې دی، چې افغانان باید د خپلې خاورې د دفاع لپاره امنیتی تاسیسات او پوستې ولری.

خلیلزاد د تورخم وروستیو جنجالونو ته په اشارې خپل اېکس کې لیکلی، د نښتو اصلی لامل دا دی، چې پاکستان هڅه کوی افغانستان د نویو امنیتی پوستو او تاسیساتو له جوړولو او د موجودو پوستو له پیاوړتیا راوګرځوی، خو که پاکستان په خپله غاړه پوستې لری، ولې افغانستان دا حق نه لری؟

نوموړی زیاته کړې، هر هېواد باید د خپلو پولو امنیت خوندی وساتی او دا د افغانستان طبیعی حق دی، چې خپلې پولې محفوظې وساتی.

شنونکی وایی، د تورخم نښتې د پاکستان له لوری د سیاسی فشار هڅه ده، خو خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ملی حاکمیت ته باید پاکستان درناوی وکړی.

تورخم کې له تېرو نږدې شلو ورځو راهیسې افغان لوری ته د تاسیساتو جوړولو له امله پاکستانی لوری دروازه تړلې او څو وار په کې د دواړو لورو ترمنځ درنې نښتې هم وشوې.

ګهیځ نیوز ته ځایی سرچینو ویلی، چې تورخم دروازه کې اوس هم وضعیت نظامی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.