کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند سټیفان دوجارېک تېره ورځ په یوه خبری غونډه کې نیوکه کړې، چې د اسراییلو له لوری د خوراکی توکو او حیاتی مرستو د غزې تړانګې ته د رسېدو مخه نیول کېږی.
نوموړی د اسراییلو له حکومت غوښتی، چې سمدستی دې د بشری مرستو د بندیز لړۍ پای ته ورسوی.
د نوموړی په وینا غزه کې څه باندې ۲ میلیونه فلسطینیان د خوراکی توکو، درملو او برېښنا له سخت کمښت سره مخ دی او دا حالت ورځ تر بلې د انسانی ناورین لور ته روان دی.
د راپورونو له مخې، اسراییلو نږدې لس ورځې وړاندې د غزې پر تړانګې د بشری مرستو د ننوتلو بندیز لګولی، چې له امله یې خلک له لوږې، ناروغیو او سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ