نژدې دوه اونۍ وشوې چې پاکستانی لوری د ډیورند د استعماری کرښې په اوږدو کې د مسافرو او بار وړونکو موټرو د تګ رتګ مشهوره لار ” تورخم” د هر ډول تلو راتلو لپاره بنده کړې او د رسنیزو راپورونو له مخې د دروازې دواړو خواوو ته په سل ګونه عرادې باروړونکی موټر او مسافر چې یو شمېر یې ناروغان هم دی، د انتظار په حالت کې ورځې او شپې تېروې.
د تورخم سوداګریزه او د مسافرو د تلو راتلو لاره د پاکستانی ځواکونو له خوا د روان زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲مه نېټه وتړله او ادعا یې وکړه چې افغان لوری په ممنوعه سیمه کې مورچې جوړوی، پداسې حال کې چې افغان ځواکونو په خپله خوا کې پوسته جوړوله او د منل شویو اصولو له مخې د دروازې تړل یو بې جوازه او یو اړخیز اقدام دی.
بل اړخ ته د دې کشالې تر اوږدیدو وروسته د مارچ په نهمه نېټه په تورخم کې د دواړو لوریو د غیر رسمی استازو تر منځ خبرې اترې هم وشوې چې په یاده جرګه کې د دواړو خواوو قومی مشران، سوداګر، دینی عالمان، د سوداګرۍ او صنعتونو د خونو چارواکو او ټرانسپورټرانو ګډون کړی وو.
ځایی مشرانو او د دغه جرګې ګډونوالو رسنیو ته ویلی چې د دوی له هڅو سره سره اسلام آباد د دروازې خلاصولو ته راضی نشول، خو یادې جرګې پرېکړه وکړه چې د دواړو خواوو مشران به هڅه کوی چې وضعیت ډېر ژر معمول ته راولی.
د راپورونو له مخې د دواړو خواوو قومی مشران په دې سره سلا شول چې په تورخم کې دې اوربند عملی شی د تورخم دروازه دې خلاصه کړل شی او د ډیورند استعماری کرښې په صفری نقطه کې دې د نویو پوستو او تأسیساتو جوړولو کار ودرول شی.
اوس که څه هم یادې شوې پرېکړې د ډیورند کرښې دواړو خواوته د پرتو قومونو د سپین ږیریو او قومی مشرانو کړې خو داسې ښکاری چې لا هم دا وړاندیزونه او منځګړیتوب د اسلام آباد پوځی او ملکی چارواکیو د منلو وړ ندی.
تر دې وړاندې هم کله چې په همدې تړاو د افغانستان حکومت سیمه ییز چارواکی لکه د ننګرهار د والی مرستیال یا نور سیمه ییز مامورین له پاکستانی لوری سره د دې دروازې د خلاصون او د کرښې دواړو غاړو ته د ګیر پاتې سوداګرو او مسافرو د ستونزو د حل په موخه، ناست دی، پاکستانی لوری د ناڅرګندو غوښتنو او نا څرګندو توقعاتو تر اغېز لاندې د خلکو او سوداګرو پر مخ د دې دروازې له خلاصولو ډډه کړې او دې کړکیچن وضعیت ته یې همداسې دوام ورکړی دی.
طبیعی ده چې دا د پاکستان لومړی ځل ندی چې له افغانستان سره د اړیکو، سوداګرۍ او تلو راتلو په لار کې داسې بهانه کاروی، اوس پداسې حال کې چې د اسلام آباد واکمن په کور د ننه له هرې خوا داسې ستونزو او وسله وال اخ و ډب سره مخ دی، دا هم نشی زغملای چې د افغانستان چارواکی دی پر دوی باندې له هر ډول تکیې پرته په خپل سر له نورو هېوادو سره اړیکې ولری او په تېره بیا د سوداګرۍ او بازار په برخه کې دې له نورو هېوادو سره راکړه ورکړه وکړی.
دا هم باید هېر نکړو چې د تورخم دروازه که د مسافرو د تلو راتلو لپاره مهمه ده نو په هماغه اندازه د دواړو هېوادو تر منځ د سوداګرۍ لپاره هم مهمه او اغېز ناکه ده، خو د دې سره سره د چارو د کارپوهانو له نظره څومره چې د دوه اړخیزه سوداګرۍ لپاره تورخم دروازه مهمه ده، هغومره زیاتې ستونزې هم لری او دا د اسلام آباد چارواکی دی چې پدې لار کې ستونزې او خنډونه جوړوی او دا تر ډېره بریده د تورخم د دروازې د تړلو په څېر د پاکستانی چارواکو یو قصدی او عمدی حرکت دی چې غواړی هم خپل سوداګر او هم افغان سوداګر وځوروی او ورته ستونزې جوړې کړی تر څو د تجارت او سوداګرۍ په ډګر کې هم د دوی د ناروا غوښتنو منلو ته تیار شی.
دا اوس او د دې اونۍ په سر کې هم چې د استعماری کرښې د دواړو لوریو قبایلی مشران او د لاریو چلوونکی سره را ټول شوی وو او د دې ستونزې د هوارۍ په موخه یې سره جرګه وکړه، غوښتنې یې له همدې کبله و نه منل شولې چې یوې خواته اسلام آباد د دروازې له یو اړخیز تړلو څخه ځان ته سیاسی موخې لری او بل اړخ ته هم له نورو هېوادو په تېره بیا د منځنۍ آسیا له هېوادو سره د افغانستان د اوسنی حکومت مخ په پراخیدو سوداګریزې اړیکې او راکړه ورکړه، دوی ته د زغملو نده. له همدې امله ده چې پدې ډول اقداماتو سره غواړی د افغانستان پر واکمنو فشار راوړی تر څو نه یوازې په سیاسی میدان کې، بلکې په سوداګریز ډګر کې هم دوی ته سر ښکته کړی او هغه څه عملی کړی چې اسلام آباد یې غواړی، خو د زوال سره مخ د اسلام آباد واکمنۍ دا خوب محاله دی که رښتیا شی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ