ګهیځ: نن سې شنبه (د کب ۲۴مه او د مارچ ۱۵مه نېټه ده) د افغانستان په سوېل هلمند او کندهار ولایتونو کې یو ځل بیا څاه ته د ماشومانو د لوېدلو دوه نورې پېښې شوی، خو دا ځل یو ماشوم ژغورل شوی دی.
ځایی چارواکو په خبره، تېره ورځ د هلمند په نادعلی ولسوالۍ کې د محمد ګل په نوم یو ماشوم د برمې ۸۰ متره ژورې څا ته لوېدلی و.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې ویلی چې ماشوم د څا په ۵۵ مترۍ کې بند پاته و چې د سیمې خلکو له خوا ژغورل شوی دی.
که څه هم پر خواله رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې د ماشوم پر بدن ټپونه ښکاری، خو چارواکو یې د روغتیایی وضعیت په اړه ډاډ ورکړی.
دغه راز ویل کېږی چې نن د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې یوه پنځه کلنه نجلۍ په ژورې څاه کې غورځیدلې چې چارواکو یې د را ایستلو لپاره عملیات پیل کړی دی.
څه موده وړاندې په زابل کې ورته پېښه وشوه چې له ډېرو هڅو سره سره څا ته لوېدلی ماشوم ومړ.
گهیځ