کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د بلوچستان په بولان سیمه کې یې د اورګاډی د یرغمل شویو مسافرو د ژغورلو عملیات پای ته رسېدلی.
د دوی په وینا دغو عملیاتو کې یې ۳۲ وسلوال وژلی، خو د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) دا ادعا رد کړې او ویلی یې دی چې جګړه لا هم روانه ده.
د پوځی سرچینو په وینا، د جګړې پر مهال ۱۸ پاکستانی پوځیان وژل شوی، خو فرانسې خبری آژانس د یوه بل چارواکی له قوله د وژل شویو پوځیانو شمېر ۲۸ تنه یاد کړی دی.
د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې ۳۴۶ برمته شوی کسان یې آزاد کړی، خو بلوڅ آزادۍ غورځنګ ویلی، چې لا هم تر ۱۰۰ ډېر برمته ورسره دی او له ۵۰ ډېر یې وژلی دی.
بلوچ بیلتون پالو اسلام آباد ته خبرداری ورکړی چې که د دوی د بندیانو د تبادلې غوښتنه ونه منل شی، پاتې یرغمل شوی کسان به هم ووژنی.
د پاکستان حکومت (BLA) ترهګره ډله اعلان کړې، خو دا ډله پاکستان تورنوی چې د بلوچستان طبیعی سرچینې لوټوی او د خلکو پر وړاندې بشری ضد جنایتونه ترسره کوی.
بلوچستان کې دا نښتې د بیلتون غوښتونکو د غوځنګ لخوا کیږی، چې له دوو لسیزو راهیسې د خپلې آزادۍ لپاره مبارزه کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ