ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۲۵مه او د مارچ ۱۶مه نېټه ده) د راتلونکی ۱۴۰۱ لمریز کال د وری په ۲مه د اسلامی همکاریو سازمان ځانګړې غونډه جوړېږ چې د اجنډا مهم ټکی به افغانستان وی.
د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی تېره ورځ (سې شنبه د کب ۲۴مه) اسلاماباد کې خبریالانو ته د دې غونډې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې پاکستان به د دې غونډې کوربه وی.
هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې چې په افغانستان کې د راپورته شوی فقر او روغتیایی وضعیت د دې غونډې مهموالی په ډاګه کوی.
ښاغلی قریشی زیاتوی: “دا غونډه د دې لپاره هم اهمیت لری چې د اوس لپاره زموږ په سلګونو زره افغان وروڼه او خویندې چې زموږ په ګاونډ کې ژوند کوی له ناروغیو او لوږې سره مخامخ دی.”
پاکستان تر دې مخکې، پروسږکال د ډسمبر په میاشت کې د افغانستان لپاره د اسلامی همکاریو د سرمشریزې کوربه و.
گهیځ