کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر ځایی چارواکو ویلی، چې یو شمېر هندی پانګوال د دې ولایت کانونو کې د پانګونې لپاره لېواله دی.
د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون ویلی، هندی سوداګر چې د قیمتی ډبرو په برخه کې فعالیت لری، د پنجشېر والی حافظ محمد اغا حکیم سره کتنه کې ویلی، نور هندی شرکتونه به هم افغانستان کې پانګونې ته وهڅوی.
دغو سوداګرو د پنجشېر کانونو د پانګونې طرحه هم والی ته وړاندې کړې ده.
په ورته مهال د پنجشېر والی د هندی سوداګرو د طرحې هرکلی کړی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې د ولایت مقام کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.
افغانستان ته په تېرو څه باندې دریو کالو کې د نړې ګڼ شمېر بهرنی پانګوال په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ