کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بلوڅ آزادی غوښتونکی غورځنګ په تازه اعلامیه کې ویلی، چې له څو ځله خبرداری وروسته یې د پاکستان له پوځ سره د بندیانو تبادلې هوکړه ترسره نشوه، نو دوی ټول برمته شوی کسان ووژل او له سیمې ووتل.
د دغې ډلې په وینا، پاکستانی پوځ د تبادلې وړاندیز ته د پوځی عملیاتو په چمتووالی ځواب ورکړ، چې پایله کې برمته شوی ټول کسان دوی له منځه یوړل.
بلوڅ وسلوالو زیاته کړې، چې پاکستان د بلوڅانو نسل وژنه، جبری تری تم کول، د طبیعی سرچینو لوټ او جګړه ییز جرمونه کړی، نو دا کار یې د غچ اخیستو لپاره کړی دی.
په ورته وخت کې د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د برمته شویو کسانو د ژغورنې عملیات یې پای ته رسولی، لسګونه بلوڅ وسلوال یې وژلی او د پوځ مشر ویلی چې دا پېښه به د بلوچستان امنیتی وضعیت بدل کړی.
راپورونه وایی، لارې د پوځ له لوری تړل شوی، هوایی څارنه روانه ده او د جسدونو د انتقال لپاره له ۲۰۰ زیات تابوتونه ساحې ته استول شوی دی.
بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د خونړیو نښتو شاهد دی، چې تر اوسه یې د حل لپاره اساسی لار نه ده موندل شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ