کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې روسی رسنیو ویلی، چې دغه هېواد په اوکراین کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره واشنګټن ته د اوربند راوستو لپاره د شرایطو لېست وړاندې کړی.
رویټرز خبری آژانس د دوو باخبره سرچینو له قوله ویلی، لا څرګنده نه ده چې روسیې ولسمشر پوتین به په جدی توګه د سولې په خبرو کې برخه واخلی.
رویټرز خبری آژانس زیاته کړې، امریکا ته د روسیې له لوری وړاندې شویو شرایطو کې د روسیې له لوری ټینګار شوی چې کیف لپاره د ناټو غړیتوب باید ورنه کړل شی.
آژانس وایی، مسکو په غوښتنو کې دا هم ویل شوی، چې کیف کې باید بهرنی ځواکونه نور شتون ونه لری.
دا په داسې حال کې ده، چې روسی او امریکایی چارواکو له تېرو دریو اونیو راهیسې د ناستو له لارې اوکراین کې د جګړې پای لپاره پر شرایطو خبرې کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ