کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی، چې د واخان جغلی سړک د دویم فاز د جوړولو تړون له “افغان صداقت” شرکت سره لاسلیک شو.
یاد سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لری او سور یې له ۷ تر ۱۰ مترو پورې رسیږی، چې د ۱۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت به جوړ شی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د دې سړک جوړولو چارې به د واخان د اقلیمی شرایطو ته په کتو د یو کال په موده کې بشپړې شی.
مسوولین وایی، د سړک جوړولو پر مهال به لسګونو ځایی اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شی، چې دا به د سیمې د خلکو اقتصادی وضعیت ښه کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ