پاکستان د تورخم دروازې پرانیسته افغان خوا ته د تاسیساتو نه جوړولو پورې تړلی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ۲۳ ورځو په تېرېدو سره لا هم د تورخم دروازه د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړلې ده.

د خبر پر بنسټ پاکستانی چارواکو خبرداری ورکړی، چې تورخم لاره به تر هغې خلاصه نه کړی، څو چې افغانستان پر دغه پوله د تاسیساتو جوړل ونه دروی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه اعلامیې کې ویلی، د لارې د تړلو علت د افغانستان له لوری د امنیتی تاسیساتو جوړولو هڅې دی، چې له ۲۳ ورځو راهیسې یې تورخم تړلی دی.

پاکستان ادعا کوی، چې د تورخم د پرانیستلو پلوی دی، خو په وینا یې د افغانستان خاوره کې د تاسیساتو جوړولو ته اجازه نه ورکوی.

دوی ادعا کړې، چې دا ډول هڅې مخکې هم شوی او پاکستان څو ځله په دې اړه افغان لوری ته خبرداری ورکړی.

بل لور د اسلامی امارت چارواکی ټینګار کوی، چې تاسیسات د افغانستان دننه جوړیږی او د خپلې خاورې د امنیت لپاره دا اقدامات د افغانستان حق دی.

د تورخم لارې بندښت دواړو خواوو ته درانه اقتصادی زیانونه اړولی، زرګونه سوداګریزې لارۍ بندې پاتی او افغان ـ پاکستانی سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو تاوان اوښتی دی.

سیمه‌ییز خلک او سوداګر دواړه له دواړو حکومتونو غواړی، چې ژر تر ژره د ستونزې سوله‌ییز حل پیدا کړی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګری او تګ – راتګ بېرته عادی شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.