کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې عمان د سلطنت د دفتر وزیر د بهرنیو چارو وزیر امیرخان مـ ـتقی سره کتنه کې ویلی، چې نږدې راتلونکی کې د ځانګړو مناسبتونو پرمهال دغه هېواد کې د به افغان بندیانو د خلاصون لپاره د عفوې زمینه برابره کړی.
نوموړی همدا راز ژمنه کړې، چې عمان کې مېشتو افغانانو ته به د کونسلی خدماتو په رسونه کې له افغان سفارت سره لازمې همغږۍ وکړی.
دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقی هم د عمان د سلطان د دفتر له وزیر څخه د افغان بندیانو د بند مودې، مستقیمو الوتنو، عمان کې د افغان وګړو مسایلو او په فرهنګی راکړه – ورکړه کې د مرستې غوښتنه کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر عمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د عمان د بهرنیو چارو، سوداګرۍ، پانګونې او صنعت او حج او اوقافو وزیرانو سره په بېلابېلو کتنو کې پر ګڼو مواردو خبرې اترې کړی او د دواړو لوریو ترمنځ پر یو شمېر مواردو هوکړې هم شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ