کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بې پولې ډاکټرانو سازمان خبر ورکړی، چې افغانستان کې د شری ناروغی په چټکۍ خپریږی.
دې سازمان ویلی، یوازې د روان کال په لومړیو اتو اوونیو کې د دې ناروغۍ ۴ زره ۷۹۹ مشکوکې پېښې ثبت شوې دی.
یاد سازمان زیاته کړې، دا پېښې د بلخ، هرات او هلمند په هغو دریو روغتونونو کې ثبت شوی، چې د دوی تر ملاتړ لاندې فعالیت لری.
د دغه سازمان په وینا د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې هره ورځ لږ تر لږه یو ماشوم د شری له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله درې چنده زیاتوالی ښیی.
روغتیایی کارپوهان وایی، د شری ناروغی ډېری وخت ماشومان ځپی او که پر وخت درملنه یې ونه شی، د مړینې لامل یې ګرځی.
دوی ټینګار کوی چې د واکسیناسیون پراخ کمپاینونه، عامه پوهاوی او له ناروغانو سره چټکه طبی مرسته کولای شی د دې ناروغۍ مخه ونیسی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ