کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلی، چې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په مالی لګښت د دغه ولایت په کامې او بهسودو ولسوالیو کې ځمکو ته د اوبو رسولو د اتو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولی محسن ویلی، د یادو شبکو په مرسته به ۲۰۰ جریبه هغه ځمکې چې اوبه ورته نه رسېدې او د کانال له سطحې په لوړه ارتفاع کې پرتې وې، خړوبې شی.
نوموړې زیاته کړې، د اوبو هره شبکه د ۳۵ زره لیټرو اوبو د ساتلو ظرفیت لری، چې د لمریزو تختو په مرسته به د کانال څخه اوبه شبکو ته او له هغه ځایه به په منظم ډول ځمکو ته ووېشل شی.
د یاد ریاست د رسنیز دفتر په وینا د دغو شبکو په جوړېدو کې د سیمې ۱۵۰ تنو ته به د کار زمینه هم برابره شی.
دغه اته شبکې چې د UNDP په مالی لګښت او د نصرت صاحبزاده ساختمانی شرکت په تخنیکی همکارۍ جوړیږی، موخه یې د اوبو ښه مدیریت، د بزګرانو اقتصادی پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ