کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان په بولان سیمه کې د پاکستانی پوځ لخوا پراخ ځمکنی او هوایی عملیات پیل شوی دی.
ځایی سرچینو بیا ویلی، چې د پاکستانی پوځ لخوا دغو عملیاتو کې ملکی وګړی په نښه شوی دی.
دا عملیات په خمبری، ریکمی، کرتا او یو شمېر نورو سیمو کې ترسره کیږی، چې پوځ په ملکی مېشتو ځایونو بمبارۍ کوی.
یاد عملیات وروسته له هغې پیل شول، چې د بلوڅ آزادی غوښتونکو یوې ډلې تېره اونۍ د بولان په سیمه کې له یو اورګاډی سلګونه کسان چې د پاکستان استخباراتی او پوځی ادارو پورې یې تړاو درلود، یرغمل کړل.
بلوڅ جنګیالیو اعلان کړی و، چې دوی یاد بندیان د پاکستان له زندانونو کې د بندیانو سره تبادله کول غواړی، خو د پاکستان حکومت دا وړاندیز رد کړ او د پوځ له سخت دریځۍ وروسته بلوڅ جنګیالیو ۲۱۴ پوځیان او استخباراتی یرغمل شوی کسان ووژل.
دغو عملیاتو کې ملکی وګړو ته د اوښتې مرګ – ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې، خو سرچینو ویلی چې عملیاتو کې ملکی مرګ – ژوبله په زیاته کچه شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ