نړیوال سازمان په جبری ډول د افغان کډوالو پر وېستنې اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان مرستیالې موتیا مسکون د کډوالو چارو وزیر مولوی عبدالکبیر سره خبرو کې له ګاونډیو هېوادونو په جبری ډول د افغان کډوالو پر وېستنې اندېښنه ښودلې.

د کډوالو چارو وزارت ویلی، دې کتنه کې موتیا مسکون روان کال کې د یاد سازمان کاری پلان له دوی سره شریک کړی او په جبری ډول یې د کډوالو وېستل د اندېښنې وړ بللی.

نوموړی ویلی، هوډ لری کډوالو ته د اړینو نغدی او غیرنغدی مرستو رسولو سربېره له پاکستانه د کډوالو د نوې لړۍ له پیل وړاندې د اغېزمنو مرستو په موخه افغان حکومت سره همغږی زیاته کړی.

بل لور د کډوالو چارو وزیر هم د کډوالو او داخلی بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو بشری مرستې مهمې او اغېزمنې بللې دی.

مولوی عبدالکبیر زیاته کړې، دوی په دایمی ډول د کډوالۍ ستونزې د حل هڅې کوی او کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو یې د اړوند مرستندویه بنسټونو په همکاریو ټینګار کړی دی.

د کډوالو نړیوال سازمان داسې مهال په جبر د کډوالو وېستنې ته اندېښنه ښودلې، چې د پاکستان حکومت له دې هېواده د افغان کډوالو د وېستلو لپاره د روانې مارچ میاشتې وروستۍ نېټه ورکړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.