پنجاب کې  د لشکر طیبه ډلې پر مشر حافظ سعید باندې برید شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لشکر طیبه ډلې پر مشر حافظ سعید د پنجاب په جهیلم ښار کې نن سهار نامعلومو وسلوالو برید کړی، چې نوموړی په کې سخت ټپی شوی دی.

هندی رسنۍ ادعا کوی، چې حافظ سعید د برید له امله ساه ورکړې، خو پاکستانی سرچینې دغه راپورونه ردوی او وایی، چې نوموړی تر درملنې لاندې دی.

د راپورونو له مخې، برید هغه مهال وشو، کله چې حافظ سعید د منګلا قول اردو له قومندان سره له کتنې وروسته بېرته روان و. بریدګر چې موټرسایکل باندې سپاره وو، د هغه پر موټر ډزې وکړې چې په پایله کې حافظ سعید او د هغه وراره ندیم ټپی شول.

ندیم وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړه، خو د حافظ سعید د ژوند په اړه لا هم ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږی.

پاکستانی چارواکو تر اوسه د نوموړی د روغتیا د تصدیق لپاره هېڅ رسمی عکس یا ویډیو نه ده خپره کړې.

تر دې وړاندې هم څو ځله د هغه د نیول کېدو او وژل کېدو راپورونه خپاره شوی، چې وروسته ناسم ثابت شوی وو.

لشکر طیبه ډله د پاکستان د استخباراتو له خوا د کشمیر جګړې لپاره رامنځته شوې او په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ بریدونو د طرحه کولو تور پرې لګېدلی و.

یاد تنظیم د آزاد کشمیر تر شعار لاندې فعالیت کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.