کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل – جلال آباد دوهم لین سړک چې نږدې پنځه میاشتې وړاندې یې د لومړی فاز اول لاټ چارې د ۲۲ کیلو مترو په اوږدوالی سره د ټولګټو چارو وزارت له لوری خصوصی شرکت ته ورکړل شوې، اوس یې د پراخوالی او سمونې کارونه په چټکۍ سره دوام لری.
د دغه دوهم لین د پروژې مدیر انجینر مجاهد شاهد وایی، د کار سرعت زیاتولو لپاره یې ساحه کې پرمختللی ماشین آلات په منظم ډول کار کوی، چې پرمټ یې چارې تر شل سلنې پورې مخته تللی.
کایګر هم خوښ دی، چې دې پروژه کې ورته د کار او خدمت زمینه برابره شوې ده.
ځایی خلک چې جګړو او ناخوالو ځورولی وایی، یاده لار به د دوی د ژوند ښه کولو سربېره ټرافیکی پېښې راکمې او تلونکی مسافر به وکولی شی، چې د سفر پرمهال له ښایسته سیمو نندارې وکړی.
د دغې لویې لارې لومړی فاز اول لاټ رغېدو لپاره له دوو څخه تر دریو کلونو پورې وخت ټاکل شوی دی.
د کابل – جلال آباد دوهم لین سړک چې له ۱۲۶ څخه تر ۱۵۰ کیلو مټرو پورې اټکل شوی، د کابل له بګرامیو څخه پیل پر خاکجبار ولسوالۍ د ننګرهار له حصارک، خوګیاڼی او سره رود ولسوالیو څخه تر تېرېدو وروسته د ننګرهار له حلقوی سړک سره نښلول کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ