کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته له تورخم څخه یوې باوری سرچینی ویلی، چې د تورخم دروازې خلاصون په اړه د دواړو غاړو سوداګرو ترمنځ وروستۍ ناسته تېره شپه شوې، چې له کومې پرېکړې پرته پای ته رسېدلې.
د سرچینې په خبره د کوزې پښتونخوا د جرګې غړی افغان لوری ته پیغام راوړی، چې هېڅ ډول تاسیسات به نه جوړوی. افغان لوری بیا دغه موضوع نه ده منلې، چې له امله یې ناسته بیا ځل بې پایلې پای ته رسېدلې.
د تاسیساتو له جوړولو د افغان لوری لاس په سر کېدل د جنجال اصلی موضوع ده، چې له امله یې دغه لار تر دا مهاله تړلې پاتې ده.
په رسمی ډول دواړو لورو لا تر دې دمه څه نه دی ویلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ