کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مقام خبرپاڼې ویلی، چې والی محمد نعیم اخند، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست حمدالله نعمانی او د مالیې، کرنې او سوداګرۍ وزارتونو استازو د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د یوه نوی ښارګوټی د جوړولو په موخه ساحه ارزولې ده.
د ننګرهار والی ویلی، دغه ښارګوټی د اقتصادی پرمختګ، ښاری پراختیا او د دولتی ادارو د ښه مدیریت لپاره جوړیږی.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې د تخنیکی ډلې له لوری د ښارګوټی د تفصیلی ډیزاین تر بشپړېدو وروسته به یې بنسټیزې چارې پیل شی.
د یادې پروژې له مخې به تورخم کې یوازې هغه دولتی ادارې پاتې شی، چې د فرضی کرښې چوپړونو لپاره اړینې دی. نورې دولتی ادارې او سوداګریز فعالیتونه به نوی ښارګوټی ته راولېږدول شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ