د غزې تړانګه‎؛ د امریکا سرپرستی او د اسراییلو بیا ځلې بریدونه!

د رسنیزو راپورونو پر بنسټ د اسراییلو د صهیونیست رژیم د لومړی وزیر دفتر نن سهار سه شنبې(د مارچ اتلسمه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د یاد رژیم لومړی وزیر “بنیامین نتنیاهو” او د دفاع وزیر “اسرائیل کاتز” نن سهار پر غزه باندې د بریدونه امر کړی دی.

په دغه اعلامیه کې ویل شوی چې “دا د یرغمل شویو اسراییلیانو د خوشی کولو پر وړاندې د حماس پرله پسې مخالفت او د امریکا د ځانګړی استازی “سټیو ویټکاف” او د مذاکراتو د نورو منځګړو د ټولو وړاندیزونو د ردولو پایله ده.”

بل اړخ ته نړیوالې رسنۍ راپور ورکوی چې له نن سهار راپدیخواه پر غزې تړانګه باندې د صهیونیست رژیم د بیا ځلی بریدونو په پایله کې څه باندې درې نیم سوه بې ګناه فلسطینی وګړی چې ډېری یې ښځې او ماشومان دی وژل شوی او د یرغلګرو تاړاک لا هم دوام لری.

حماس هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسراییلو له لوری پر غزه باندې بیا ځلی بریدونه او په ترڅ کې یې د بې ګناه فلسطینیانو وژل کېدل غندلی او د هغو د ناوړه پایلو په اړه یې اخطار ورکړی دی. حماس همدارنګه په اعلامیه کې اسراییلی مشران د نازی آلمان له چارواکو سره تشبیه کړی او څرګنده کړې یې ده چې د اوربند د ماتولو بشپړ مسوولیت به د نتنیاهو او د دغه سفاک رژیم د واکمنو پر غاړه وی.

رسنیز راپورونه ښکاروی چې د غزې پر تړانګه باندې د اسراییلو د بیا ځلې بریدونو په ترڅ کې چې نن سهار یې پیل کړی د غرمې تر مهاله شا او خوا درې نیم سوه کسان وژل شوی دی چې زیاتره یې د تېر ځل په څېر ښځې او ماشومان دی.

د سفاک نتنیاهو په مشرۍ د اسراییلو غاصب او جنایت کار رژیم هغه وخت له فلسطینی مبارزو ډلو سره اوربند او د اسیرانو تبادلې ته حاضر شو چې یوې خواته یې په جګړه کې د هر راز وحشت او بربریت سره سره ونشوای کولای د فلسطینی ولس مقاومت مات کړی او د کړیو ادعاوو مطابق له فلسطینی مبارزینو سره خپل برمته پوځیان د زور له لارې را خوشی کړی او بل لوری ته یې د نړۍ پر مخ تر ټولو زیات خواخوږی د امریکا د هغه وخت ولسمشر د خپلې کاری مودې په پای ته رسیدو سره غوښتل ځان ته یو سیاسی کریډت واخلی او پر اسراییلی رژیم یې دغه اوربند منلو ته مجبور کړ.

بل اړخ ته صهیونیستی رژیم او په تېره بیا د دغه رژیم لومړی وزیر نتنیاهو هم د اوربند تر هوکړې وروسته او د اسیرانو د تبادلې په جریان کې چې کله پدې پوه شو چې د ټول وحشت او جنایت سره سره ندی توانیدلی د فلسطینی مبارزینو قوت ختم کړی یا په فلسطینی ولس کې د هغوی محبوبیت راکم کړی، خو د اسیرانو د تبادلې په ترڅ کې چې د غزې په ورانولو او ویجاړولو کې فلسطینی مبارزینو د خپل قوت او ځواک ننداره وړاندې کړه، نه یوازې اسراییلی یرغلګر چې آن د دوی نړیوال ملاتړې یې هم حیران کړل.

له همدې امله و چې صهیونیستی رژیم په پرله پسې ډول د اوربند له لاسلیک شوی تړون څخه سرغړونه پیل کړه، کله یې د غزې تړانګې ته د اوبو او خوړو مخه ونیوله کله یې د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د بې کوره شویو فلسطینیانو پر خیمو برید وکړ او آن یوه پلا خو یې د اسیرانو د تبادلې له هوکړې په سرغړاوی سره د هوکړې مطابق د اسراییلی اسیرانو تر خوشی کېدو وروسته د نیول شویو فلسطینیانو له خوشی کېدو هم انکار وکړ.

دې ټولو ته په کتو سره که څه هم د غزې په تړانګه باندې د صهیونیست رژیم د نن ورځې برید او د عام وژنې د لړۍ بیا پیل نوی خبر او نوی بدلون ښکاری خو بیا هم شاید د دې لامل یوه لوری ته د صهیونیست رژیم په کابینه او د دولت د ننه کې د ستونزو او کشمکشونو زیږنده وی، بل اړخ ته دا خبره هم ده چې د دې اوربند په تړاو د امریکا د پخوانی ولسمشر (جوبایډن) غوښتنه او فشارونه هم وو چې هغه وخت یې د صهیونیست رژیم مشران په تېره بیا نتنیاهو اړ ایست تر څو له فلسطینی ډلو سره یوه اوربند ته غاړه کېږدی.

دا چې په راتلونکې کې به څه پېښېږی او د اسراییلی یرغلګرو له اړخه دغه نوی پیل شوی وحشت به تر کومه وغزیږی، وړاندوینه به یې شاید ګرانه وی، خو حالاتو ته په کتو داسې ښکاری چې صهیونیست رژیم به دا ځل بیا د مظلومو فلسطینیانو عام وژنې ته د امریکا او نورو لویدیځوالو په ملاتړ زور ورکوی او د فلسطین د عام ولس قتل عام به همداسې دوام مومی.

خو د دې سره سره دا هم باید هېر نکړو چې فلسطینی ولس او د دې سیمی مسلمان مبارزین دومره کم زوری ندی او تېر ته په کتو، فلسطین داسې آسانه مړۍ هم نده چې اسراییل او لویدیځوال دې وکولای شی هغه په آسانه تېره کړی.و السلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.