کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبر ورکړی، چې تر راتلونکې جون میاشتې پورې به په افغانستان کې د دغه سازمان ۸۰ سلنه روغتیایی مرکزونه وتړل شی.
د دغه سازمان مسوولینو د دې پرېکړې علت د بودیجې کموالی بللی دی.
د دې سازمان د معلوماتو له مخې د روان کال د مارچ میاشتې تر ۴مې نېټې د ۲۵ ولسوالیو ۱۶۷ روغتیایی مرکزونه چې ۱.۶ میلیونه افغانانو ته یې روغتیایی خدمتونه وړاندې کول، د مالی امکاناتو د نشتوالی له امله بند شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، چې که وضعیت همداسې دوام وکړی، نو د افغانستان عامې روغتیا سکتور به له لوی بحران سره مخ او میلیونونه افغانان به له روغتیایی خدمتونو بې برخې شی.
د افغانستان روغتیایی سکتور چې لا دمخه د کمزورو امکاناتو او نړیوالو مرستو د کمښت سره مخ و، د روغتیا نړیوال سازمان یې په اړه له نړیوالې ټولنې غوښتی، چې د افغانستان روغتیایی مرکزونو د دوام لپاره بېړنی اقدامات ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ