کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۹ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته یوې سرچینو ویلی، چې دغه لار نن چهارشنبه د ټرانزیټ او راتلونکې جمعې ورځې ته د مسافرو پر مخ خلاصیږی.
وړاندې تر دې د ننګرهار مرستیال والی مولوی عزیزالله مصطفی ویلی وو، چې تورخم کې یې کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره د لارې خلاصون په تړاو پاکستانی لوری جرګه شوی دی.
دغه لاره ۲۵ ورځې وړاندې د اسلامی امارت لخوا د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې پاکستان تړلې وه، چې څو وار په کې دواړو غاړو ترمنځ نښتې هم وشوې.
د پاکستان لخوا د دې لارې بندولو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ