ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۲۶مه او د مارچ ۱۷مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې سفیر وان برانټ، د افغان حکومت له خوا افغانستان ته د سیاسی څېرو راستنولو په موخه د کمېسیون له جوړېدو هرکلی کړی دی.
برانټ په یو ټوېټ کې لیکلی چې که د اسلامی امارت دا پرېکړه سمه وی، دا د راتلونکی حکومت د مشروعیت او د افغانی ټولنې ټولو برخو ته د پراخې تګلارې یوه برخه ده.
د ا.ا.ا حکومت د «بېلابېلو افغان شخصیتونو» بېرته ستنېدو لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی دی.
دا کمېسیون د «د بېرته ستنېدو او ارتباط کمېسیون» تر عنوان لاندې جوړ او د اسلامی امارت حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوی شهاب الدین دلاور یې رهبری کوی.
تراوسه د دې کمېسیون د فعالیت په اړه جزیات نه دی ورکړل شوی.
د اسلامی امارت په راتګ سره مخکینیو ډېری حکومتی چارواکو افغانستان پرېښود خو د اسلامی امارت مشرانو په ځلونو له پخوانیو چارواکو افغانستان ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.
گهیځ