کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زلمی خلیلزاد کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقی او د رییس الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی سره جلا – جلا لیدنې ترسره کړې دی.
د دغو لیدنو پرمهال د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پر ښه والی او په سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې شوی.
د افغان حکومت چارواکو هم له نوموړی سره په ناستو کې د افغانستان په کورنیو چارو کې پر نه مداخلې او د اقتصادی همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
افغان لوری ویلی، دوی له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړی او د سیمې په ثبات کې رغنده رول لوبول غواړی.
د افغان حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلی، چې افغانستان ته د امریکایی پلاوی سفر د دواړو لوریو ترمنځ د باور جوړونې او د ګډو اندېښنو کمولو لپاره ارزښتمند دی.
د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د اوسنی حکومت له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی وار دی، چې امریکایی پلاوی افغانستان ته سفر کوی.
تر دې وړاندې ټرمپ افغانستان کې د خپلو پاتې شویو وسلو، دلته پر بندی امریکایی وګړو او د بګرام هوایی ډګر پر ارزښت تندې څرګندونې هم کړې وې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ