کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې معتبرو حکومتی سرچینو ویلی، چې امریکا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خـ ـلیفه سـ ـراج الدین حـ.ـقـ ـانی او دوو نورو لوړ رتبه غړو پر سر اعلان شوې جایزې لغوه کړې دی.
سرچینه زیاتوی، چې د کورنیو چارو وزیر سربېره د حافظ عبدالعزیز حـ.ـقـ ـانی او حافظ یحـ ـیی حـ ـقانی پر سر هم د امریکا جایزې لرې شوې دی.
امریکا د خـ ـلیفه سـ.ـراج الـ.ـدین حـ ـقـ.ـانی په سر ۱۰ میلیونه ډالر، د حـ ـافظ عبـ ـدالعزیز حـ ـقـ ـانی او حافظ یحیی حـ.ـقـ.ـانی پر سر پنځه – پنځه میلیونه ډالره جایزې ټاکلې وې.
د امریکا له لوری دا ګام په داسې حال کې اخیستل کیږی، چې وړمه ورځ افغان حکومت د ښه نیت له امله یو امریکایی وګړی له بنده آزاد کړ.
تازه د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له افغانستانه د دې امریکایی بندی خلاصون په غبرګون کې ویلی، چې دا د افغانستان او امریکا اړیکو په برخه کې مثبت او رغوونکی ګام دی.
دې وروستیو کې د امریکا یوه لوړ پوړی پلاوی کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې ویلی، چې دواړه لوری باید د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځی او دوه اړخیزه سیاسی او اقتصادی اړیکې جوړې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ