کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د مدافعانو ځانګړې راپور ورکوونکې ماری لاولر د بلوچستان د بشری حقونو فعالې مهرنګ بلوچ د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ماری لاولر د اېکس خواله رسنۍ له لارې ویلی، مهرنګ بلوچ او یو شمېر نور کسان د اعتراضونو د ځپلو په لړ کې نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، پولیسو مهرنګ بلوچ د کویټې ښار کې هغه مهال ونیوله، چې نوموړې د بشری حقونو د نقض پر ضد د لاریونونو مشری کوله.
د بلوچستان پولیسو تر اوسه د مهرنګ بلوچ د نیولو رسمی علت نه دی څرګند کړی، خو د بشری حقونو فعالانو دا نیونه د اعتراضونو د غږ چوپ کولو هڅه بللې او د پاکستان د حکومت دغه چاره یې غندلې ده.
د خبر پر بنسټ د پاکستان له دې اقدام وروسته په زرګونه بلوڅان د نوموړې د خلاصون په شعار لارو – کوڅو ته راوتلی او هر څه ژر د نوموړې د خلاصون غوښتونکی شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ