د جعل او تزویر په مخنیوی کې د ننګرهار شهیدانو او معلولینو ریاست ۱۰ میلیونه افغانۍ بېرته د دولت خزانې ته سپارلی

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وایی، په دې ادارې کې یې د شفافیت ټینګښت لپاره د شهیدانو او معلولینو د مرستو فورمې ارزولی، چې له مخې یې سلګونه غیر مستحق کسان پېژندل شوی او د مساعدت له لېسته وېستل شوی دی.

د یاد ریاست رییس قاری محمد صابر ځواک ویلی، تر اوسه ۲زره ۶۵۰ کورنۍ غیر مستحق ثابت شوی او همدا راز ۲زره ۲۲۵ معلولین د مساعدت له اصولو خلاف پېژندل شوی دی.

نوموړی زیاته کړې، چې د یاد ریاست د پلټنو له لارې هغه کسان هم معلوم شوی، چې په تېرو کلونو کې یې د جعل او تزویر له لارې مالی مرستې ترلاسه کړې وې.

د نوموړی په وینا د دې کسانو دوسیې عدلی او قضایی ارګانونو له لارې څېړل کیږی، خو ورکړل شوې افغانۍ ترې بېرته ترلاسه او له ۱۰ میلیونه افغانیو ډېرې یې بېرته د اسلامی امارت خزانې ته سپارل شوی دی.

د ننګرهار شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وایی، د پاتې مالی حساب – کتاب پروسه به تر بشپړ شفافیت پورې روانه وی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.