کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې د انتقالی حکومت ولسمشر احمد الشرع په رسمی توګه له د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتنه کړې، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د محاکمې لپاره دمشق ته وسپاری.
رویټرز خبری آژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې الشرع له روسیې څخه د اسد د تسلیمۍ غوښتنه کړې او هغه شتمنۍ یې هم بېرته غوښتې، چې اسد مسکو ته د تګ نه مخکې انتقال کړې وې.
تر اوسه روسیې د سوریې د انتقالی حکومت د دغو غوښتنو په اړه رسمی غبرګون نه دی ښودلی، خو شنونکی باور لری، چې روسیه د سوریې د راتلونکی سیاسی برخلیک لپاره مهم تصمیمونه نیسی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ