ګهیځ: نن شنبه (د کب ۲۸مه او د مارچ ۱۹مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو سرمنشی د اسلامی امارت د هغه اعلان هرکلی کړی چې ویلی یې دی، د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ به د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې شی.
انتونیو ګوترش په یوه ټویټ کې ویلی، په کار ده د اسلامی امارت دغه پلان تصویب او عملی شی.
د ااا حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د پنجشنبې په ورځ روېټرز خبری اژانس ته ویلی و چې ښوونځی به د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شی او نجونو ته به له هلکانو جلا د ښځینه ښوونکو له خوا درس ورکول کېږی.
گهیځ