کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ریاست نن چهارشنبه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل کړی.
یادې ادارې ویلی، د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، کندز، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان، دایکنډی، غور، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزنی، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د واورې، تېز باران، بادونو او سېلابونو اټکل شوی دی.
هوا پېژندنې ریاست له خلکو غوښتنه کړې، چې د احتمالی طبیعی پېښو مخنیوی ته پاملرنه وکړی او د احتیاطی تدابیرو نیولو لپاره چمتو اوسی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ