کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې رسنۍ راپور ورکړی، چې د حـ ـماس جهادی غورځنګ له ټولو اسلامی هېوادونو او ملتونو غوښتنه کړې، چې د راتلونکی کوچنی اختر تر را رسېدو وړاندې دې د غزې، الاقصی او بیت المقدس څخه د ملاتړ غږ پورته کړی.
د راپور پر بنسټ حماس د یوې رسمی اعلامیې په خپرولو سره ویلی، د نړیوالې ټولنې چوپتیا او د امریکا بې قید او شرطه ملاتړ هغه عوامل دی، چې د فلسطینی وګړو پر وړاندې یې عام وژنې ته زمینه برابره کړې ده.
حـ ـماس له نړیوالو هم غوښتنه کړې، چې د هرې ممکنې لارې څخه د فلسطینیانو د وژنو او کلابندۍ مخنیوی لپاره هڅې وکړی.
دې غورځنګ همداراز د عربی او اسلامی هېوادونو له مشرانو غوښتی، چې خپل تاریخی مسوولیتونه ادا کړی او د روانې نسل وژنې پر وړاندې قاطع دریځ غوره کړی.
حـ ـماس د اسراییلو د وحشتونو د دوام په اړه ویلی، چې صهیونیستی ځواکونو د امریکا په بشپړ ملاتړ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې تر اوسه ۱۶۳ زره فلسطینیان شهیدان او ټپیان کړی، چې ډېری یې ماشومان او مېرمنې دی.
یاد غورځنګ اسلامی نړۍ ته د بېړنی اقدام سپارښتنه کړې، څو د فلسطینیانو د نسل وژنې مخنیوی وشی او د غزې مظلوم ولس ته د عملی ملاتړ زمینه برابره شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ