کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوی نورجلال جلالی، تیره ورځ په خپل کاری دفتر کې د IFRC موسسې له مشر احمد سلیمان سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، همغږۍ ښه کولو، د روغتیایی خدمتونو د ښه کولو او د روغتیایی کارکوونکو د مدیریت په اړه بحث کړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوی چې ښاغلی جلالی د IFRC موسسې له مشر نه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیایی خدمتونو برابرولو، د اندراګاندی روغتون کې د ماشومانو د زړه جراحی عملیاتونو پیلولو لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه، همدارنګه د روغتیایی کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه یې هم کړې.
همدا راز احمد سلیمان د افغانستان په اړه د IFRC د روغتیایی فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د اړوند غوښتنو په اړه د همکارۍ ژمنه یې وکړه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ