ګهیځ د لیکوالانو او ژورنالیستانو ټولنه د کوچنی اختر د رارسېدو په مناسبت، ټولو ژورنالیستانو، لیکوالانو او په ټوله کې عام افغان ولس ته د زړه له کومې مبارکی وایی او د دوی د نېکمرغۍ، سوکالۍ او هوساینې لپاره دعا کوی.
شک نشته چې د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې، د دې خاورې ټول ولس، چې خبریالان او رسنیز فعالان هم د هغوی برخه دی، د تپل شوې جګړې، پردی یرغل او سلګونو نورو ناخوالو تر سیوری لاندې خپل اخترونه او د خوښۍ ورځې د غم او درد په فضا کې تېرې کړی دی.
اوس چې د الله -جل جلاله- په فضل او مهربانۍ د پردیو یرغل او اشغال توره شپه پای ته رسېدلې، ژورنالیستانو او خبریالانو هم، د ټولنې د نورو وګړو په څېر، یو څه د آرامۍ ساه اخیستې ده، خو دا هم باید هېر نه کړو چې لا هم سلګونه نورې ستونزې، دردونه او کړاوونه شته چې د دې مظلوم ملت، په ځانګړی ډول د هېواد د ژورنالیستی ټولنې روح او روان ځوروی.
ګهیځ د لیکوالانو او ژورنالیستانو ټولنې اداره او کارکوونکی یو ځل بیا د کوچنی اختر مبارکی ټولو ژورنالیستانو، لیکوالانو، د دې خاورې شریفو خلکو او د اسلامی امت ټولو مظلومو وګړو ته وړاندې کوی او هیله لری چې د اختر دا مبارکې ورځې او د کال نورې شپې او ورځې د سولې، آرامتیا او سوکالۍ په فضاء کې سره تېرې کړی.
والسلام
سردار محمد دیندار خیل
د ګهیځ لیکوالانو او ژورنالیستانو ټولنې رئیس
گهیځ