ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبری وېستنې نیوکه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏ډان نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهانو له پاکستانی حکومت غوښتی، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو جبری وېستلو لړۍ ودروی.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو څار ادارې د پاکستان یاد اقدام غندلی او دغه پروسه یې د کډوالۍ له ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې.

د دغه سازمان کارپوهانو له پاکستان غوښتی، چې د یو ګاونډی هېواد په توګه خپلې اوږدې مخینې ته په کتو د افغانانو مېلمه پالنې ته دوام ورکړی او د کډوالو نیونې، تهدید او پر وړاندې یې د هر ډول فشارونو مخنیوی وکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان کډوالو ته د ټاکل شوی مهلت له پای ته رسېدو سره پاکستانی حکومت وړمه ورځ دغه هېواد کې د کډوالو نیولو پراخ عملیات پیل کړی، چې پر مهال یې د لسګونه کډوالو د نیونې راپورونه هم ورکړل شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.