کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۱۶ مه نېټه)
د اروپایی اتحادیې او منځنۍ آسیا ټینګار پر دې دی چې باید په افغانستان کې یوه ټولشموله حکومت جوړ شی.
د اروپایی اتحادیې او منځنۍ آسیا د غړو هېوادونو د مشرانو لومړۍ ګډه ناسته، چې پرون (جمعه، د وری ۱۵مه) د ازبکستان د ولسمشر په کوربتوب د سمرقند په ښار کې ترسره شوه، ګډونوالو پکې د افغانستان د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
د دې ناستې په ګډ پایبیانیه کې راغلی، چې د دواړو سیمو غړی هېوادونه د افغانستان له خلکو ملاتړ ته دوام ورکوی او ټینګار کوی چې باید داسې یو حکومت رامنځته شی چې د ښځو، نجونو، قومی او مذهبی اقلیتونو حقونه پکې خوندی وی، له ګاونډیو هېوادونو سره سولهیزې اړیکې ولری او خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شی.
د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف، د افغانستان د سیمهییزو بدلونونو په برخه کې د مهم رول یادونه وکړه او دا یې وویل چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه متوجه ګواښونه بېاهمیته ونه ګڼی. هغه همداراز غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره پر مثبته تعامل ملاتړ وکړی.
د اروپایی شورا مشر، انتونیو کوستا، هم په دې ناسته کې وویل چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لورې متوجه ګواښونو سره د مقابلې پراخ تجربه لری، او زیاته یې کړه: «موږ د ګډې همکارۍ له لارې کولای شو سیمه کې ثبات او ارامی وساتو.»
په بیانیه کې همداراز پر دې ټینګار شوی، چې ښځې او نجونې باید د نړیوالو معیارونو مطابق زدهکړو ته لاسرسی ولری، او د دې په برخه کې د اروپایی اتحادیې او منځنۍ آسیا د ځانګړو استازو ترمنځ د خبرو اترو دوام ته هرکلی ویل شوی.
همداراز، د دغې ناستې ګډونوالو د ترمز د ترانسپورتی او لوژستیکی مرکز د شمولیت هرکلی وکړ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمیشنرۍ له نړیوال اکمالاتی شبکې سره یوځای شوی، ترڅو افغانستان او نورو هېوادونو ته بشردوستانه مرستې ورسوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ