واشنګټن ته د “غزې د قصاب” سفر او د لویدیځې نړۍ دوه مخی معیارونه!

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اسراییلو صهیونیست رژیم لومړی وزیر “بنیامین نتنیاهو” چې په آزاده نړۍ کې یې “د غزې قصاب” لقب خپل کړی، د خپل دایمی ملاتړی او تمویلونکی ډونالد ټرامپ په بلنه له مجارستان(هنگری) وروسته د امریکا پلازمینې واشنګټن ته رسیدلی او اټکل کېږی چې د دې کرښو تر خپریدو پورې به یې هلته له” ډونالد ټرامپ” سره لیدل او خبرې اترې هم ترسره کړې وی.

د همدغه راپورونو په اساس واشنګټن ته د غزې د قصاب د دا ځل سفر سترې موخې د نورو پټو او ښکاره معاملو تر څنګ، د امریکا له لورې د اسراییلو په ګډون د نورې نړۍ پر وارداتو د لوړو تعرفو د لګولو اغېزې، له غزې څخه د حماس ایستل او خلع سلاح کول او پر ایران باندې د اقتصادی او سیاسی فشارونو زیاتول ګڼل شوی دی.

رسنیو دا هم ویلی چې واشنگـټن ته د نتنیاهو د دې سفر په ترڅ کې د امریکا ولسمشر او ده د ایران سره د اړیکو او خبرو اترو په تړاو هم خبرې کړې دی او هغه تاوتریخ والی په اړه یې هم خبرې کړې دی چې پدې وروستیو کې پر فلسطینی ځمکو د اسراییلو د پرله پسې تیریو او پر مظلومو وګړو د ظلم او وحشت له امله را پیدا شوې دی.

که څه هم واشنګټن ته د غزې قصاب د سفر اصلی محور د رسنیو له قوله د ایران او اسراییلو شخړه او د امریکا پر مټو پر ایران باندې د سیاسی او اقتصادی فشار زیاتوالی دی، خو د دې سره سره پر نیول شوی فلسطین او پر غزې اسراییلو تېری هم هغه مهم موضوعات دی چې د ډونالد ټرامپ او نتنیاهو تر منځ پرې خبرې شوې او له نورو امریکایی چارواکو سره به هم پرې خبرې کېږی.

که څه هم دا لومړی ځل ندی چې د غزې قصاب (نتنیاهو) یا د اسراییلو د غاصب او اشغالګر رژیم نور چارواکی واشنګټن ته په رسمی سفر ځی او د سپینې ماڼۍ له چارواکو سره خبرې او مذاکرات ترسره کوی، خو دا ځل د دې لیدنو او کتنو په ترڅ کې ایران ته د واشنګټن او تل ابیب ګډ ګواښ او په تړاو یې پټ او ښکاره مذاکرات مهمه موضوع ګڼل کېږی چې د نړۍ په کچه یې غوغا راپورته کړې او د ټولو ذهنونه یې له ځان سره بوخت کړی دی.

بل اړخ ته د وروستیو رسنیزو راپورونو له مخې ایران او امریکا د ایران د اټومی پروګرام په تړاو نېغ په نېغه خبرې اترې پیل کړې هم دی او ټاکل شوې ده د راتلونکې اونۍ په سرکې د اردن عربی هېواد په پلازمېنه عمان کې د دواړو لوریو تر منځ په لوړه کچه نا مستقیمه خبرې اترې هم ترسره شی.

اوس دا چې بالآخره ایرانی چارواکی به د واشنګټن او تل ابیب دغه ګډ فشار ته تسلیم شی او د ټرامپ له انتظامیې سره به لکه څه ډول چې امریکایی او نورې لویدیځواله رسنۍ ادعا کوی نېغ په نېغه خبرو ته دوام ورکړی که نه؟ په راتلونکو څو ورځو کې به څرګند شی خو واشنګټن ته د غزې د قصاب د داځل سفر په تړاو یوه بله موضوع هم د پاملرنې وړ ده او هغه د نړیوالې محکمې هغه حکم دی چې د نتنیاهو او د دغه رژیم په جنګی کابینه کې د جنګی چارو پخوانی وزیر ګالانت په تړاو یې صادر کړی ؤ. د دغه پریکړې پر بنسټ چې د تېر زیږدیز کال د نوامبر په میاشت کې صادر شوی ؤ د اسراییلو د غاصب او یرغلګر رژیم د کابینې دغه دوه مهم غړی باید هر چېرته او هر هېواد ته چې په لاس ورشی باید ونیول شی او په غزه کې د قتل عام او جګړې په جرم محاکمه شی.

خو د لاهې د محکمې د دغه پرېکړې سره سره هم نتنیاهو آزاد بهرنی سفرونه کوی او آن واشنګټن ته د دې ځل سفر څخه وړاندې یې د هنګری یا مجارستان اروپایی هېواد ته هم سفر کړی ؤ او د دې سفر په ترڅ کې یې په ښکاره بڼه د دغه محکمې او د هغې د پرېکړو خلاف څرګندونې هم کړې وې.

د غزې قصاب په هنګری کې د خپلې هستوګنې پر وخت په ښکاره ډول د نړیوالې محکمې یا ICC  په تړاو د مجارستان له مشرانو سره په یوه خوله غبرګون وښود او د لاهې دغه محکمه یې فاسده او د اسراییلو ضد وګڼله.

اوس که یوې خوا ته واشنګټن ته د نتنیاهو د سفر موخې او د امریکا او اسراییلو پټ پلانونه مهم دی، تر څنګ یې دا موضوع هم په خپل وار او خپل ځای مهمه ده چې د لاهې د نړیوالې محکمې په څېر د نورو نړیوالو ادارو شتون او د هغوی فعالیت آیا یوازې د نړۍ د بېوزلو او ضعیفو هېوادو په تېره هم د اسلامی نړۍ د هېوادو لپاره دی او لوی ځواکونه او د دغه لویو ځواکونو تر سرپرستۍ لاندې د جنګی جرمونو ترسره کوونکی د دغه پرېکړو له منلو مستثنی دی؟ دا پوښتنه یوازې د لاهې د نړیوالې محکمې په اړه نه چې د ډېرو نورو دا ډول سازمانونو په تړاو مطرح ده چې نړیوال لقب لری یا یې ځان ته د نړیوال لقب اختیار کړی دی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.