کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی دی چې تیره ورځ (سه شنبه) شیخ کلیمالرحمن فانی، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالی او اداری مرستیال، ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د صفری نقطې او لنډمهالی میشت غالی کمپونو څخه یې لیدنه وکړه.
په دې سفر کې، د وزارت مرستیال د خپل پلاوی سره د کډوالو ستونزې له نږدې وکتلې او اړوند مسوولینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې باید له پاکستان څخه اجباری راستنیدونکو ته اړین خدمات او ملاتړ وړاندې شی.
یاده سفر د وزارت معین او د مرکزی دفتر ځینې مشران او امرین په ګډون ترسره شوی چې هدف یې د موقتی کمپونو د کتنې، د موجوده امکاناتو ارزونې او د مهاجرو د غوښتنو د څیړلو لپاره و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ