کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۱ مه نېټه)
د فرانسی ولسمشر امانوئل مکرون ویلی، تمه ده چې هېواد یې د روان زیږدیز کال په جون میاشت کې فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنی. هغه ویلی، دا پرېکړه د عدالت لپاره ده، نه د بل چا د خوښۍ لپاره.
مکرون زیاته کړې، ښایی دا اعلان د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې چې په نیویارک کې جوړېږی، د سعودی عربستان سره په ګډه وشی، څو نور هېوادونه هم د فلسطین د رسمیت پېژندنې لور ته وهڅول شی.
بل لور ته، د صهیونیستی رژیم،اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر دا ګام یو سمبولیک عمل بللی او ویلی یې دی چې دا کار به حماس ته جایزه ورکړی او د سیمې امنیت ته زیان رسوی.
مکرون دا مهال په مصر کې دی او ویلی یې دی چې له مصری ولسمشر السیسی او د اردن له پادشاه عبدالله سره به د غزې د بحران په اړه درېاړخیزه ناسته وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ