اردوغان: د اسراییلو ظلم ته چوپ پاتې کېدل، له جنایت سره همکاری ده

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۳ مه نېټه)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انطالیا په څلورم ډیپلوماتیک غونډه کې وویل چې اسراییل په غزه کې ښکاره نسل‌کشی او دولتی تروریزم ترسره کوی او پر دغو جنایتونو چوپ پاتې کېدل د هغو سره شراکت ګڼل کېږی.

اردوغان وویل: «اسراییل له یو نیم کال راهیسې د بشری حقونو او نړیوالو قوانینو له پامه غورځولو سره، په غزه کې نسل‌کشی کوی. د دغو وحشتونو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل، له جنایتکارانو سره ملګرتیا ده.»

هغه زیاته کړه چې د اسراییلی ظلم پر وړاندې درېدل یوازې انسانی وظیفه نه ده، بلکې نړیوال مسؤولیت دی. «په غزه کې باید د وینې توییدو مخه ونیول شی او د مظلومو فلسطینیانو ملاتړ باید د نړیوالې ټولنې او د امنیت شورا لومړیتوب وی.»

اردوغان خبرداری ورکړ چې تر هغو چې د اسراییلو یرغلګر سیاستونه او پر ولسی وګړو بریدونه روان وی، دایمی سولې ته رسیدل ناشونی دی.

هغه وویل: «موږ یوازې د دې سیمې اوسېدونکی نه یو، بلکې اصلی خاوندان یې یو. ترکیه له زر کلونو راهیسې دلته ده او د تمدن میراث ته په درناوی سره، د سولې، ثبات او هوساینې غوښتونکې ده.»

هغه د نړیوال نظام پر ناتوانۍ نیوکه وکړه چې د تروریزم، فقر، نژادپرستۍ، اقلیمی بدلونونو او کډوالۍ په څېر نړیوالو بحرانونو سره مقابله نشی کولی.

په پای کې اردوغان وویل چې ترکیه هڅه کوی د خپلې تاریخی تجربې او فرهنګی ژورتیا په مټ، د سولې، همغږۍ او ګډ ژوند پیغام نړۍ ته ورسوی، او د اوکراین، سوډان، لیبیا او سومالیا په څېر هیوادونو کې د سولې بهیرونو کې فعاله ونډه لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.