‏اسلامی امارت د درې رنګه پر ځای سپین بیرغ رسمی کړ؛ امرخېل وایی درې رنګه بیرغ تاریخی میراث دی

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۲۹مه او د مارچ ۲۰مه نېټه ده) د تېر حکومت پر مهال د ننګرهار والی ضیا الحق امرخېل د اسلامی امارت د مشرتابه له خوا د درې رنګه بیرغ د لرې کولو په تړاو لیکل شوی مکتوب ته غبرګون ښودلی.
امرخېل پر خپل ټویټر لیکلی، حکومتونه باید لومړیتوبونه وټاکی. دی وایی له هغو کړنو دې ډډه وشی، چې ملی وحدت زیانمنوی او د ولس او حکومت تر منځ واټن پیدا کوی.
نوموړی د درې رنګه بیرغ په اړه ویلی: “په حقیقت کې ملی بیرغ کومې ډلې، سمت او یا هم قوم پورې محدود ندی، بلکې د ټولو افغانانو تاریخی میراث دی او په ټولو یې پالنه او ساتنه لازمی ده “.
د اسلامی امارت مشرتابه ته منسوب په یوه لیکل شوی مکتوب کې د اسلامی امرات له چارواکو غوښتل شوی، چې په دولتی ادارو، رسمی غونډو او لیدنو کې د درنګې بیرغ پر ځای د امارت بیرغ وکارول شی.
د ملی راډیو ټلویزیون مشر احمدالله وثیق تایید کړې چې په دولتی ادارو کې د سپین بیرغ لګولو په اړه لیکل شوی مکتوب رسمی دی.
د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو هم د بیرغ په اړه د اسلامی امارت ورستۍ پرېکړې ته غبرګونونه ښودلی او دا یې د ولس د ملی احساساتو نه قدردانی بللې.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.