کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۶ مه نېټه)
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایی چې په افغانستان کې د تورم کچه مخ په لوړېدو ده او له پاکستان څخه راایستل شوی ډېری کورنۍ بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.
WFP وایی چې د امریکا لخوا د بشری مرستو ځنډ او د خوراکی توکو مرستو کمښت د هغو خلکو لپاره چې د بهرنیو مرستو پر بنسټ ژوند کوی، جدی خطرونه رامنځته کړی دی.
راپور زیاتوی چې پاکستان او ایران له اسنادو پرته د افغان مهاجرینو د اخراج هڅې ډېرې کړې، او له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه له ۲.۷ میلیونه ډېر افغانان راایستل شوی. تمه ده چې تر ۲۰۲۵ پورې دا شمېر ۱.۶ میلیونه نور ته لوړ شی.
د راستنېدونکو زیات شمېر د خوراک، سرپناه او کار غوښتنه کړې، همدا راز ډېری یې د ژوند له بنسټیزو امکاناتو بېبرخې هم دی.
کارپوهان ټینګار کوی چې نړیواله ټولنه باید خپلې مرستې دوامداره وساتی دغه کارپوهان وایی: “خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لری؛ له خوراکه نیولې تر سرپناه او درملو پورې. که مرسته ونه شی، یو ستر بشری بحران به رامنځته شی.”
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ