‏له افغان سوداګرو سره د کرزی لیدنه؛ ملګرو ملتونو ټولنه دې له افغان سوداګرو سره مرستې وکړی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وری ۶مه او د مارچ ۲۶مه نېټه ده) پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی له یو شمېر ملی پانګوالو او سوداګرو سره وکتل.
په دې ناسته کې سوداګرو په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې پر شته ستونزو خبرې وکړې او د ملګرو ملتونو له ټولنې یې وغوښتل چې له دغه هېواد سره د همکارۍ په موخه دې د مرستو رسولو توکی له دننه وپېری.
د ده په وینا تر څو د سوداګرو لپاره د لا زیات فعالیت او د هیواد د اقتصادی ولاړ څرخ وګرځی.
د غونډې ګډونوالو ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه وکړه، دوی وویل چې د ښوونځیو تړل د هېواد له پرمختګ سره په ټکر کې چاره ده.
پخوانی ولسمشر له افغان سوداګرو سره په ټولو چارو کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د نجونو تعلیم یې د افغانستان د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه وګڼله.
هغه ټینګار وکړ چې هر څه ژر دې د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو د دروازو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.