ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وری ۷مه او د مارچ ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامی امارت حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر وایی، چې د افغانستان پر درې لویو بندونو رغنیز کار پیل شوی.
د باختر دولتی خبری اژانس د راپور له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د اوبو د نړیوالې ورځې په تړاو په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل د کجکی، شاه و عروس او کمال خان پر بندونو کار بیا پیل شوی دی.
اژانس د نوموړی له قوله زیاتوی چې وایی، هڅې روانې دی چې د څو نورو پروژو د رغونې چارې هم پیل شی.
گهیځ