؛ VOA او BBC ؛ افغان حکومت یې پر ټلویزیونی خپرونو بندیز لګولی

ګهیځ نیوز: نن دو شنبه (د وری ۸مه او د مارچ ۲۸مه نېټه ده) د افغانستان نوی حکومت اسلامی امارت په دغه هېواد کې د بی بی سی او امریکا غږ پر ټلوېزیونی خپرونو بندیز لګولی دی.
بی بی سی دا خبره تأیید کړې او ویلی دی چې دوی ته د اسلامی امارت د یادې پرېکړې د لامل په اړه جزئیات نه ‌دی ورکړل شوی.
د بی بی سی یو شمېر پښتو، فارسی او ازبکی خپرونې د افغانستان پر ځینو سیمه‌ ییزو ټلوېزیونی شبکو خپرېدې.
حکومت تر اوسه په رسمی ډول په دې اړه څه نه‌ دی ویلی.

د امریکا غږ ادارې هم، چې په خپرونو یې بندیز لګېدلی دی، دا پرېکړه یې غندلې ده او له افغان حکومت څخه یې غوښتی چې په دې اړه خپلې پرېکړې ته له سره کتنه وکړی.
د امریکا غږ سرپرستې یولاندا لوپیز په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلی دی:«موږ له طالبانو غواړو چې په دې ځوروونکی او بد مرغې پرېکړې بیا کتنه وکړی. »
د امریکا غږ د «اشنا ټلویزون» په نامه افغانستان ته خپرونې لرلې چې د طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزون څخه خپرېدلې. تر دې مخکې د امریکا غږ اشنا تلویزون څه باندې یوه لسیزه د افغانستان ملی تلویزون له لارې خپرونې لرلې.
خو اوس د بی بی سی او امریکا غږ پر دغو خپرونو د اسلامی امارت له خوا بندیز لګول شوی دی.
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د اسلامی امارت له خوا په افغانستان کې د نړیوالو رسنیو پر خپرونو بندیز غبرګون ښودلی او دا یې یو خواشینوونکی ګام بللی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.