ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۹مه او د مارچ ۲۹مه نېته ده) د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکوی، چې تېره ورځ په کندهار کې د اسلامی امارت د استخباراتو له خوا نیول شوی سیمه ییز خبریالان او د رسنیو کارکوونکی، بېرته خوشې شوی دی.
پرون د افغانستان خبریالانو مرکز وویل، چې ا.ا ځواکونو په کندهار کې د (ملت ږغ) راډیو تړلې او درې کارکوونکی یې نیولی دی.
مرکز ویلی وو چې په نیول شویو کسانو کېد دغې راډیو د خبری څانګې مشر فرید علیزی، پروډیوسر رحیم الله نوری او د تخنیکی څانګې کارکوونکی محمود مهربان شامل و.
خو حکومتی سرچینو بیا تر اوسه د دغو خبریالانو د نیول کېدو او یا خوشې کېدو په تړاو هیڅ ډول تبصره نه ده کړې.
گهیځ