ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وری ۱۰مه او د مارچ ۳۰مه نېټه ده) د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ د دې غونډې کوربه توب د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وانګ یې کوی.
په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت او اقتصادی همکاریو خبرې کېږی.
تمه کېږی چې په دې ناسته کې به د ناستې ګډونوال له نړیوالې ټولنې د افغانستان د کنګل پانګې د ازادولو غوښتنه وکړی او تر څنګ یې د افغانستان په اړه د سیمه ییز ملاتړ د پیاوړتیا لپاره هڅې کېږی.
د پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازی د ګډون په موخه دې غونډې ته تللی دی.
له افغان لوری هم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقی په مشرۍ یو پلاوی دې غونډه کې ګډونوال دی، چې د وانګ یې له خوا په رسمی ډول ور بلل شوی دی.
گهیځ